بسم الله الرحمن الرحيم
|
|
|||
|
|
|
ليکونکى: محصل |
|
له اباسين څخه |
الفت د کابل د سيند په غاړه په کوزنى لغمان کښې د عزيز ځان په کڅ کښې يووړکوټى کلى دى، خوا و شا ېې شنه کښتونه او د سيندشولګرې دى. لږ څه لرې د لويو غرونو په واورو پټې څوکې ښکاري. دلته دوه مست رودونه بهېږى، يوې خوا ته د کونړ ښکلې دره ده چه دکونړ سيند ترې په نڅانڅارا اوځي. د شرقي افغانستان په دې ښکلو دروکښې ځاى په ځاى دسيدانو درنې کورنۍ اوسي. پښتانه دوى ته په درنه سترګه ګوري او ((پاچهان)) ئې بولي لکه په پسرلى کښې چه په دې درو او رغوکښې ښکلى ګلان غوړېږى د دغو پاچهانو په درنو کورونو کښې هم کله کله ډېر د پوهې خاوندان اوشاعران اوپوهان او سياست وال پيداکېږي. سيدجمال الدين افغانى هم د دغو کونړى پاچهانو څخه و. ښائي چه څلويښت يا پنځوس کاله دمخه د عزيز ځان په کڅ کښې ديوه پاچا په واړه کهول کښې يوښکلى ګل زرغون شو او هغه ېې ګل پاچا وباله،دا ګل د فطرت په لمن کښې لوى شو، دطبيعت روزنه اوپالنه ېې وليده او لکه د کابل د سيند د غاړې خاټول د لغمان اوبو او هوا لوى که، هغه وخت مدرسه يامکتب نه وو چه دا ګل پاچاسبق پکښې ولولي خو لکه د پښتنو نوروماشومانو ده يواځې د فطرت نه درس واخيست اواسمان اوځمکې ته دومره ځيرشو چه د فطرت اسرار ېې پخپل ژورکاته لڅ کړه او هغه څه ېې زده کړه چه بل چا په مدرسو او پوهنتونو كښې نه وه زده كړى. پخوانو يوه خبره کړى ده چه ډېره پخه ده ( الاسماء تنزل من السماء) يعنى نومونه له اسمانه راښکته کېږي (ايښودل کېږي). دا د لغمان د اورشو ښکلى ګل دپښتو ادب په ګلستان کښې ډېر په ښکلا وغوړيد او په الفت مشهورشو، چه اوس ېې مونږ ګل پاچا الفت بولو دا د الفت نوم هم له ده سره ډېر وړ دى ځکه چه زړه ېې له الفته ډک دى. الفت د پښتو ادب يو ځلاند ستورى دى که دپښتوادب نن ورځ يو بهترين ليکوال اوشاعر لرى نو هغه به الفت وي. الفت ډېر کتابونه ليکلي دي، کله دکابل او د مشرقى اتحاد مدير وو کله په شورى کښې وو او اوس دکابل د پښتوټولنې مشر دى خو مونږ د الفت شخصيت په نورو صفاتو پېژنو، دى يو ډېر دقيق اوسترګه ورفنان اوصنعت کار دى دالفت هنر په پښتو نثر او نظم کښې ښه ښکاري او ځانته يو خاص طرز لري.د الفت نثر هم شعر دى او نظم ئې هم شعر دى. کوم وخت چه په نثر څه ليکي نو د فطرت ډېر نازک او واړه دقايق ويني او څرګنډوي ئې. دانسان د اجتماعى ژوند ډېرې ښېګړې په داسې ژبه بيانوي چه ويونکى د ده استدلال په ښه ډول قانع کوى. د الفت په نثر اونظم کښې کوم فلسفي يا تاريخي استدلال نشته مګر د فطرت له هره ګوټه داسې دلايل او براهين راوباسى چه تر هر رنګه منطقي استدلال ښه اوټينګ وي. د ده هنر هم دا دى چه ځانته خاصه د استدلال لاره لرى او د ژوندانه عادي وقايع هره يوه د ده لپاره د شعر يوه بهترينه موضوع وى. کله کله د الفت نثر تر نظم خوږ وى، خلق وائي چه نظم پيودل دى او يو ناظم مرغلرې پيودى مګر زه وينم چه الفت په نثر کښې هم بلاکوي او کله کله الفاظ هسې سره پيودى چه تر هر رنګه نظم ښه ښکاري اوغوره وي. د هنر من (فنکار) مهارت او کمال دا دى چه عادى شى ته ښکلى رنګ ورکولى شى همدغه ګټى اوخټى دي چه يو معمار ترې تاج محل هم جوړوى او د پښتنو غوندې خړه حجره هم. دغه رنګونه او غوړ دي چه يو نالايق نقاش پرې هره تخته او د هرې ټانکى په اړخ يو ناوړه منظره نقش کوي مګر کله چه د ماهراو با هنر نقاش په قلم کارشي نويوه ټوټه ئې په زرو قيمت لرى. دا الفاظ او کلمات د شاعر اوليکوال مصالح دي که الفت هغه سره اودى او ترتيب ورکئى د پښتو ادب يو (شهکار) به وي او که د بل چا په قلم وليکل شي نو هغه به يوعام نثر يا نظم وى. د الفت په فن باندې څه ليکل هم آسان کار نه دى خو لنډه دا چه الفت يو ماهر اوسترګه ور هنرمن (آرتست) دى چه د ده په هنرکښې دا درې غټې ښېګړې وينم. (جمال) چه د الفاظو او کلماتو غوره کول (انتخاب) او بيا د هغو اودنه (ترتيب) او پيودنه. (نظم) ئې غټې نښانې دي. دويم: برهان اواستدلال که د فطرت له هره مظهره څخه دى يو منلى دليل جوړولى شى او د ده په نظرکښې د دنيا ټول مظاهر د استدلال لپاره څرګندې نښې دي. دريم: انتقاد دده د هنر غټه ښېګړه ده، دى د مظلومو خواخوږى دى. د اجتماعي ظلمونو سخت دښمن دى پخپل ليک کښې که منظوم وي که منثور اولسى تجاوزاتو ته ګوته نيسى او د ده قلم پدې خواکښې ډېر تېره دى. د ظالمانو اسرار لڅوى او د مظلومو او لڅو لغړو په کوټو ور ننوځي د دوى د فلاکت اوبدبختۍ حال ګوري اوهغه د اولس د عبرت د پاره په داسې ژبه بيانوي که د چا زړه ډېر کلک هم وي بيا به هم اغېزه پرې وکړي.د الفت هيڅ منظوم يامنثورليک نشته چه له دغو ښېګړو ځنى تش وي ځکه نن د پښتو ليکوالو په ډله کښې ((الفت)) د ټولو مخکښې اودرېږي او د ده ليکونه د پښتو ادب شمله ګڼلى شى.
|
|